د فرانسې صدراعظم مانویل والس وايي، د ورکې شوې مصرۍ الوتکې په قضیه کې هیڅ احتمال هم له پامه نه شي غورځول کیدای.
د مصر د هوايي چلند مسافر وړونکې الوتکه چې له پاریسه قاهرې ته روانه وه او ۵۶ سپرلۍ او لس عمله درلودل نن سهار وختي د مصر هوايي قلمرو ته له ننوتو څو شېبې وروسته د رادارله صفحې ورکه شوه.
د مصر ایرلاین وايي، د دې الوتکې د موندلو لپاره عملیات روان دي او د مصر پوځ ویلي چې له یونان سره په ګډه یې سیمې ته د پلټنې الوتکې او کشتۍ استولي څو د دې الوتکې موقعیت معلوم کړي.
لومړنۍ څېړنې ښيي چې د مصرد هوايي چلند ایربس ۳۲۰ الوتکه د وروستي ځل لپاره د مدیترانې سمندرګي پر سر لیدل شوې ده.
په مارچ میاشت کې د مصرد ملي هوايي چلند یوه بله الوتکه چې له الکساندریې څخه قاهرې ته روانه وه وتښتول شوه چې وروسته په قبرس کې کیناستو ته اړ کړل شوه خو ډیر ژر معلومه شوه چې د الوتکې تښتوونکي د الوتکې د تسلیمولو په بدل کې د خپلې میرمنې د لیدو غوښتنه کوله.