د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسولین وايي چې د چابهاربندر په پرانېستلو سره به افغانستان د نورو هېوادنو له اړتیا خلاص شي.
د دغې خونې مرستیال خان جان الکوزي ازادي راډیوته وویل چې دغه بندرد ټرانزیټ او اقتصاد له پلوه ډېراهمیت لري.
د ښاغلي الکوزي په خبره د دغه بندر په پرانېستلو سره افغانستان په ډېرې اسانۍ سره خپل مالونه هندوستان، ایران او نورو هېوادونو ته صادر کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرمحمد اشرف غني به راتلونکي دوشنبې ایران ته د چابهار بندر د پرانېستلو لپاره ولاړ شي.