پاکستان:په ملتان کې د عملياتو پرمهال د القاعده شبکې ٨ غړي وژل شوي

د پاکستان د پنجاب ايالت په ملتان ښار کې امنيتي چارواکي ادعا کوي چې د امنيتي ځواکونو د ملتان په نواب پورسيمه کې د شپنيو عملياتو پر مهال د القاعده شبکې ٨ غړي وژلي دي.

پاکستاني رسنۍ د پنجاب ايالت د امنيتي چارواکو په حواله وايي چې د ترهګرۍ ضد ډيپارټمنټ ځانګړو ځواکونو CTD د پنجشنبې په شپه ناوخته د استخبارتي معلوماتو پر بنسټ د پنجاب د ملتان ښارپه نواب پور سيمه کې پر يوه کور چابه وهلې چې په نتيجه کې يې د القاعده شبکې ٨ مشکوک وسله وال وژل شوي دي.

چارواکي وايي چې په يوه کور کې راغونډ شوېو وسله والو د پوليسو په ليدلو پر هغوى بريد وکړ چې په نتيجه کې يې د دواړو خواوو ترمنځ درنه نښته وشوه چې بيا وروسته په کې ٨ وسله وال ووژل شول او ٦ نور له سيمې څخه وتښتېدل.

امنيتي چارواکي ادعا کوي چې وژل شوي وسله وال په ملتان کې پر يوه پوهنتون د بريد پلان جوړولو په موخه راغونډ شوی وو.