د مصرهوایي شرکت وویل چې یوه الوتکه یې چې له پاریس څخه قاهرې ته په لاره وه نن سهار وختي د مصر هوايي قلمرو ته له ننوتو وروسته د رادار له صفحې ورکه شوه.
د دغې الوتکې د مسافرو شمېر ۶۶ او د عملې یې لس تنه ښودل شوی دی.
د مصر هوایي شرکت په ټویټر پاڼه کې اعلان وکړ چې له دغې الوتکې سره اړیکه هغه مهال پرې شوه چې په څه باندې یوولس زره متره ارتفاع کې د مصر په هوایي قلمرو کي ۱۶ کیلو متره وړاندې تللې وه.
د دغې الوتکې د لټون عملیات پیل شوي دي.
په تېره اوکتوبر میاشت کې د روسیي د میټروجیټ یوه ایربوس الوتکه په سینا کې راولویده او ټوله ۲۲۴ سپرلۍ یې ووژل شوې.
روسیې او لویدیځو هېوادونو وویل، دغه الوتکه به د هغه بم د چولو په نتیجه کې رالویدلې وي چې د اسلامي دولت ډلې ویلي و، هغه یې په الوتکه کې ځای پرځای کړی و.