ای ایم ایف:په اوکراین کې د وړو اقتصادي فعالیتونو په بیا غوړېدو کې د پام وړ پرمختګ شوی

د پیسو د نړیوال صندوق یا ای ایم ایف پلاوي د اوکراین د ۸ ورځني سفر په پای کې ویلي چې په تېر کال کې د دغه هېواد د وړو اقتصادي فعالیتونو په بیا غوړېدو کې د پام وړ پرمختګ شوی دی.

پلاوي ویلي چې دا پرمختګ له هغو سختو شرایطو سره سره شوی چې دا جنګ ځپلی هیواد ورسره مخامخ دی.

د پیسو د نړیوال صندوق پلاوي پرون (چهارشنبه) وویل، دا د اوکراین د حکومت لپاره مهمه ده چې د مالي او اقتصادي ثبات د یقیني کولو لپاره هلې ځلې زیاتې کړي.

پلاوي همدا راز ویلي چې اوکراین ته پکار ده چې په کلک هوډ شفافیت او د قانون حاکمیت ډېر کړي، او د دولتي تصدیو په لوی او ناموثر سیکتور کې اصلاحات راولي.

د اوکراین نوي صدراعظم ولادیمیر هرویسمن ژمنه کړې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شویو ژمنو مطابق به اصلاحاتو ته دوام ورکړي.