څلور اړخیزه غونډه: جګړه د هیڅ لوري په ګټه نه ده

د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو پرون چهارشنبې د افغانستان د سولې د پروسې په اړه په خپله پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې یو وار بیا اعلان وکړ چې جګړه د هیڅ لوري په ګټه نه ده.

د غونډې برخه والو د کابل د تېر اپریل د نولسمې نېټې برید وغانده او د تروریستي بریدونو عاملانو ته یې خبرداری ورکړ چې د خپلو اعمالو ځواب ته تیار واوسي.

د اسلام اباد په غونډه کې د افغانستان له لوري په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال و، د پاکستان له خوا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عزیز احمد چودري، د امریکا په استازیتوب د افغانستان او پاکستان لپاره د متحدو ایالتونو خاص استازی ریچارد اولسن او د چین په استازیتوب د افغانستان او پاکستان لپاره د دغه هېواد خاص استازي دینګ ژنیګ ګډون کړی و.