د سولې شورا او حزب اسلامي ترمنځ موافقه نهايي شوه

د افغانستان د سولې د عالي شورا او د حکمتیار د اسلامي حزب ترمنځ د سولې د موافقې مسوده پرون چهارشنبې نهايي شوه.

د اجرايي ريیس لومړي مرستیال انجنیر محمد خان په یوه خبري غونډه کې وویل چې د سولې عالي شورا دا مسوده د حکمتیار د اسلامي حزب پلاوي ته رسماً وسپارله.

د ښاغلي محمد خان ویاند حبیب الرحمن ابراهیمي ازادي راډیو ته وویل چې په دې مسوده کې د دواړو لورو مکلفیتونه څرګند شوي دي.

دا مسوده ۳ فصلونه او ۲۵ مادې لري خو هغه مهال به رسمي بڼه خپله کړي چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار یې لاسلیک کړي.

د اجرايي ريیس لومړي مرستیال انجنیر محمد خان وویل چې حکمتیار د سولې په بدل کې د کوم امتیاز غوښتنه نه ده کړې.
مخکې ویل شوي و چې حکمتیار ته به د سولې په وړاندې د کال شاوخوا څلور ملیون ډالره ورکول کېږي.