د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو د سولې د مذاکرو په اړه پنځمه څلور اړخیزه غونډه نن په اسلام اباد کې پیل شوه.
په دې څلور اړخیزه غونډه کې په اسلام اباد کې د افغانستان سفیر حضرت عمر زاخېلوال د افغان پلاوي استازیتوب کوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال اعزاز احمد چودري د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی رچارد اولسن او افغانستان او پاکستان لپاره د چین ځانګړی استازی دینگ ژیون د غونډې نور ګډونوال دي.
له دې غونډې وړاندې د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف ویلي چې د افغانستان و پاکستان امن له يو بل سره تړلي دي.
نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کې هيله ښودلې چې د افغانستان د امن لپاره به د څلور اړخيزې غونډې هڅې بريالۍ شي.
افغان حکومت ویلي، پاکستان په مخکنۍ غونډه کې خپله دا ژمنه چې د طالبانواستازي به د مارچ په میاشت کې مذاکرو ته حاضر کړي، نه ده عملي کړې.