د افغانستان د مخابراتو وزارت مسولین وايي چې د مخابراتي ټیکنالوژۍ د لاپراختیا لپاره یې د ډیجیټل کاسا افغانستان په نوم یې یوه پروژه پیل کړې ده.
د دغه وزارت مرستیال حسام الدین حسام ازادي راډيو ته وویل چې د دغې پروژې چارې یې بشپړې کړي او نړیوال بانک ته یې سپارلي دي.
ښاغلي حسام زیاته کړه:
"یوه نوې پروژه د ډیجیټل کاسا افغانستان په نامه د افغانستان د مخابراتو وزارت له خوا بشپړه شوې او نړیوال بانک ته وړاندې شوې."
د ښاغلي حسام په خبره دغه پروژه به په راتلونکي کال کې عملي شي.