د پاکستان د دفاع وزير خواجه اصف وايي د افغانستان و پاکستان امن له يو بل سره تړلي دي.
نوموړي له خبریالانو سره په خبرو کې هيله ښودلې چې د افغانستان د امن لپاره به د څلور اړخيزې غونډې هڅې بريالۍ شي.
ښاغلي اصف دا څرګندونې په داسې وخت کې کړي چې نن اسلام اباد د افغانستان د سولې په لړ کې د امريکا، پاکستان، چين او افغانستان
د سولې د مذاکرو د پنځمې څلور اړخیزې غونډې کوربه دی.
په غونډه کې د افغان لوري استازیتوب د پاکستان لپاره د افغانستان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی عمر زاخیلوال کوي.
د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د استازو ترمنځ دا څلور اړخیزې غونډې په نوبتي ډول، په کابل او اسلام اباد کې کېږي.
افغان حکومت ویلي، پاکستان په مخکنۍ غونډه کې خپله دا ژمنه چې د طالبانو استازي به د مارچ په میاشت کې مذاکرو ته حاضر کړي، نه ده عملي کړې.