په بروکسل غونډه کې د افغان پوځ د تمویل په اړه بحث کېږي

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د بروکسل په غونډه کې به له ۲۰۱۷ تر ۲۰۲۰ میلادي کاله د افغان ځواکونو د تمویل د څرنګوالي په اړه بحث وشي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند خیر الله ازاد نن ازادي راډیو ته وویل په دغه غونډه کې به د افغانستان په سیاسي او امنیتي وضیعت هم خبرې وشي:

"په دغه غونډه کې به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تمویل د بریالیتوب د هڅو پر څرنګوالي او همدارنګه د افغانستان پرسیاسي امنیتي وضعیت او لاس ته راوړنو هم بحث وشي."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په دغې غونډه کې چې سبا جوړېږي د افغان پلاوي مشري کوي.

خیرالله ازاد وایي، د بهرنیو چارو وزیر به د دغې غونډې په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سربېره د اروپایي ټولنې د بهرنۍ تګلارې له مشرې فیدریکا موغیرېني سره په اروپا کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه خبرې وکړي.

ټاکل شوې چې سبا د بلجیم په پلازمینې بروکسل کې د ناټو د غړيو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران دوه ورځنۍ غونډه پیل شي.