کندز: دشت ارچي کې د هوايي حملې پرمهال ۴ طالبان وژل شوي

د کندز امنیتي چارواکي وایې چې د بې پیلوټه الوتکې په هوایې برید کې څلور وسله وال طالبان وژل شوي دي.

په کندز کې د پامیر ۲۰ فرقې ویاند ډگرمن غلام حضرت کریمي ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه تېر ماښام ناوخته په دشت ارچي ولسوالۍ کې شوې ده.

نوموړي وویل چې په وژل شوو کې د وسله والو طالبانو یو لوړ پوړی قوماندان مولوی محمد ناصر هم شامل دی.

د نوموړي په وینا دا وسله وال وروسته له هغې هدف وګرځېدل چې له یوې سیمې بلې ته په لاره وو.

وسله والو طالبانو تر دامهاله په دې اړه څه نه دي ویلي.