سپینې ماڼۍ په بغداد کې پرونۍ چاودنې وغندلې او ویې ویل چې په عمدي ډول پر ملکي وګړو وحشیانه حملې شوې دي.
په بغداد کې د شعیه ګانو په سیمو کې پرون سې شنبې په پرله پسې چاودنو کې ۶۰ تنه ووژل او تر ۱۰۰ زیات زخیمان شوو.
داسې څرګندیږي چې دا چاودنې په عراق کې د رقیبو شیعه ډلو د یووالي د ازمویلو لپاره شوې دي.
تر ټولو خونړۍ چاودنه د بغداد په الشعب سیمه کې په یوه مارکیټ کې وشوه چې مسئولیت یې داسلامي دولت وسله والې ډلې یا داعش اخیستی دی.
د عراق صدراعظم حیدر العبادي دالشعب د سیمې د پولیسو د مشر د توقیف امر کړی دی.