په سوریه کې د سولې د بهیر د بیا پیل د نېټې د ټاکلو لپاره نړیوالې مذاکرې له کومې پایلې پرته، پای ته ورسېدې.
دا مذاکرې پرون سې شنبې په ویانا کې وشوې.
د روسیې، امریکا، اروپايي اتحادیې او یو شمېر عربي هېوادونو لوړ رتبه ډیپلوماټانو ژمنه وکړه چې د بشار الاسد د رژیم او د وسله وال اپوزیسیون ترمنځ د اوربند ټېنګولو هڅې به جاري وساتی.
د دې خبرو مشري د امریکا او روسی د بهرنیو چارو وزیرانو جان کري او سرګې لاوروف کوله.
لاوروف له جان کري سره په ګډه خبري غونډه کې وویل:
"د فبرورۍ میاشتې په پای کې چې د اوربند اعلان شوی، په تشدد کې هم د پام وړ کموالی راغلی دی."
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي سټیفن دې میستورا څرګنده کړه چې د سولې په اړه د خبرو په بل دور کې به ځنډ نه کېږي.