د عراق په پلازمینه بغداد کې په څو جلا بم چاودنو کې لږترلږه ۵۴ کسان ووژل شول.
پولیسو او روغتیایي چارواکو په دغو چاودنو کې دغه راز د له سلو زیاتو کسانو د ټپي کېدو خبر ورکړ.
په یوه چاودنه کې چې د شمالي سیمې الشاب په یوه سرخلاصي مارکېټ کې وشوه، ۲۸ کسان ووژل شول او له شپیتو زیات کسان ژوبل شول، په دې سیمه کې اکثره شیعه ګان اوسي.
بلې موټربم چاودنې په ګاونډ الرشید سیمه کې شپږ تنه ووژل او ۲۱ تنه یې ژوبل کړل.
وروسته د صدر په سیمه کې چې اکثریت اوسیدونکي یې شیعه ګان دي، په یوه مارکیټ کې موټربم چاودنې لږترلږه ۱۵ کسان ووژل او له دیرشو زیات یې ټپیان کړل.
د اسلامي دولت ډلې په یوه پیغام کې د الشاب د حملې مسولیت په غاړه اخیستی دی.