خوست کې ۳۱ نجونې زده کوونکي مسمومې شوي 

د خوست سیمه ییز چارواکي وايي چې نن د یولسو بجو په شاه خوا کې د دوو ښوونځیو ۳۱ نجونې مسمومې شوې دي.

د خوست د والي ویاند مبارز ځدراڼ ازادي راډیو ته وویل د دغو نجونو ۲۳ تنه یې د ښار د زرغونې انا او ۸ نورې یې د بي بي خدیجې لسیې زده کوونکې دي.

د پېښې په ا ړه د دواړو ښوونځیو زده کوونکو ویلي چې د دوی په ټولګیو کې یې یو ډول بوی احساس شوی، خو ځینو نورو ویلي چې یو شمېر نجونې د اوبو له څکلو وروسته مسمومې شوې دي.