له خبریالانو سره د تاوتریخوالي عاملین به ډېر ژر ونیول شي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي هغه کسان به ډېر ژر ونیسي چې په پرونۍ مظاهر کې یې له خبریالانو سره تاوتریخوالی کړی دی.

د دغه وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش نن ازادیو ته وویل د مظاهرې د تنظیم وونکو په مرسته یې هڅې پيل کړې چې دا کسان پيدا کړي.

تېره ورځ په کابل کې د جنبش روشنايي په مظاهره کې یو شمېر خبریالان د خبري پوښښ پرمهال د معترضینو له بد چلند سره مخ شول او ځینې وهل او ډبول شوي هم دي.

د مظاهره کوونکو دغه ناوړه چلند د خبریالانو د دفاع د بنسټونو توند غبرګون راپارولی او دا عمل یې غندلی.