د عراق په پلازمینه بغداد کې په دو جلا بم چاودنو کې لږترلږه ۲۳ کسان ووژل شول.
پولیسو او روغتیایي چارواکو په دغو چاودنو کې دغه راز د لږترلږه ۴۶ کسانو د ټپي کیدو خبرهم ورکړ.
په یوه چاودنه کې چې د شمالي سیمې الشاب په یوه سرخلاصي مارکېټ کې وشوه، اولس کسان ووژل.
په دې سیمه کې اکثره شیعه ګان اوسي.
بلې موټربم چاودنې په ګاونډ الرشید سیمه کې شپږ تنه ووژل.
تر اوسه د دغو حملو مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی، خو له دې مخکې د اسلامي دولت ډلې په بغداد او نږدې سیمو کې د هغو حملو د ترسره کولو مسولیت اخیستی چې په لسګونو کسان په کې وژل شوي و.