د افغانستان د بهرنیو چارو مرستيال وزير نصير اندېشه وايي، د سولې د خبرو په اړه د افغانستان دريځ تغير نه دی کړی او هغه دا چې له پاکستان تمه نه کوي چې طالبانو د سولې خبرو ته حاضر کړي.
د افغانستان د سولې په اړه د څلورو هېوادونو، افغانستان، امریکا، چین او پاکستان د استازو د پنځم دور غونډه سبا پنجشنبې په اسلام اباد کې کېږي.
د افغانستان د دريځ او غوښتنو په اړه ملالۍ بشير د بهرنیو چارو له مرستيال وزير نصير اندېشه سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان له لوري څوک ګډون کوي؟
Your browser doesn’t support HTML5
له نصیر اندېشه سره مرکه