د پنټاګون ویاند پیټرکوک پرون وویل، د اسلامي دولت ډلې په عراق کې د تر خپلې ولکې لاندې ساحې نژدې نیمایي برخه یا په سلو کې ۴۵ له لاسه ورکړې او په سوريه کې یې هم یوه پنځمه برخه لاندې کړې سیمه تر کنټروله وتلې ده.
امریکایي او عراقي ځواکونو په وروستیو اونیو کې په کراتو کراتو د داعش د په شاه تګ خبره کړې خو له دې سره سره دا ډله توانیدلې چې په بغداد او نورو ګڼ میشتو سیمو کې پر ملکي اهدافو لویې او خونړۍ حملې ترسره کړي.
د امریکا پوځ وایي، داعش دغه راز ډیرې نغدې پیسې او د تیلو ذخیرې له لاسه ورکړي دي. پر دغو دواړو اهدافو امریکا په کراتو کراتو بمباري کړې ده.
د اسلامي دولت ډلې د روان کال له پیله پر رمادي او حیث کنټرول له لاسه ورکړی خو بیایې هم د عراق پر فلوجه او دوهم ستر ښار موصل خپل کنټرول ساتلی.