د افغانستان د انجونو د بایسکل چلونې تمریناتي سیالۍ د فرانسې په تور سیالیو کې د ګډون په هدف دوام لري.
د انجونو د بایسکل چلونې ټيم مشر عبدالصادق صادقي نن ازادي راډیو ته وویل چې د نجونو لوبډله د می په ۲۹ د فرانسې په تور سیالیو کې لوبه کوي.
دغه سیالۍ هرکال په فرانسې کې ترسره کېږي.
صادقي وايي چې د افغان انجونو د بایسکل چلونې د ټیم ټول مصارف کوربه هېواد فرانسه ورکوي.