افغان حکومت وايي ترهغې چې پاکستان په څلورمه څلور اړخیزه غونډه کې په خپلو کړو ژمنو عمل ونه کړي د سولې په اړه پنځه څلور اړخیزه غونډه کې ګډون به دوخت ضایع کول وي.
د ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډیو ته وویل حکومت به وروسته تصمیم ونیسي چې په اسلام اباد کې افغان سفیر د سولې په پنځمه څلور اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي او کنه.
ښاغلی مینه پال زیاتوي چې پاکستان په تېرو څلور اړخیزو غونډو کې هغه ژمنې نه دي پوره کړې چې که وسله وال سولې ته نه حاضريږي په وړاندې به یې اقدام وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد نفیس ذکریا په خپل ټویټر پاڼه کې پرته له دې چې نور جزییات ورکړي ویلي چې د څلور واړو هیوادونو ترمنځ پنځم دور خبرې د چارشنبې په ورځ په اسلام اباد کې کیږي.
تر اوسه دا ډول څلور غوندې دوه په کابل او دوه اسلام اباد کې ترسره شوې دي.