د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د کابل د جمهوريت روغتون مخې ته یې نن له غرمې وړاندې د یوې انتحاري حملې مخه نیولې ده.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش نن ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو هغه کس ونیوه چې غوښتل یې په دې سیمه کې چاودیدونکو موادو ډک سراچه ډوله موټر وچووي:
"انتحار کوونکي قصد درلود چې د جمهوریت روغتون مخې ته په عمومي سړک کې حمله وکړي، له نیکه مرغه دا کس د ملي پولیسو له خوا وپيژندل شو، له چاودېدونکو موادو بار موټر خنثی شوی او انتحار کوونکی د پولیسو له خوا نیول شوی."
دې سیمې ته د کورنیو چارو وزارت او د وزارت د تلاشۍ دوه کمربندونه هم ورته نږدې پراته دي.
دا په داسې حال کې ده چې نږدې یوه میاشت وړاندې د کابل د پل محمود خان په سیمه کې د لوړپوړو چارواکو د محافظت پر دفتر موټر بم او ډله ییزه حمله کې ۶۴ کسان ووژل شول او نږدې درې نیم سوه نور ټپیان شول.