طنین: د کاسوو نوي ولسمشر یو غوره فرصت رامنځ ته کړی

د کاسوو لپاره د ملګرو ملتونو استازي د دوشنبې په ورځ وویل، د کاسوو د نوي ولسمشرانتخاب او د سربیا د حکومت واک ته ستنېدلو د سیاسي شخړو د پای ته رسولو لپاره یو غوره فرصت رامنځ ته کړی او پر ځای یې باید د بې کارۍ او نه برابرۍ په څیر پرهغو ستونزو تمرکز وشي چې د بالکان دا سیمه ورسره مخ ده.

د کاسوو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ظاهر طنین د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ته پرون (دوشنبې) دا هم وویل چې دا د کاسوو د ولسمشر هاشم تاچي او د سربیا د صدراعظم الکساندر واڅیڅ له خوا له انتخاباتي بریاوو وروسته وړاندې شوېو د زغم د پیغامونو او ښه لید ستاینه کوي.

کاسوو وروسته له هغې د ملګروملتونو او ناټو تر ادارې لاندې راغله چې په ۱۹۹۹میلادي کال کې د امریکا متحدو ایالتونو او د ناټو متحدینو یې دغلته د سربانو پر ضد بمبارۍ وکړې څو د اکثریت البانیا ټبرو پر ضد د سربانو ځپونکي اقدامات پای ته ورسوي.

په ۲۰۰۸ میلادي کال کې کاسوو له سربیا څخه خپلواکي اعلان کړه، خو بیلګراد لاهم دا سیمه د سربیا یوه برخه بولي.