د ایران پولیسو اته کسان په انټرنیټ کې د ښځو د سرلوڅو عکسونو د خپرولو له کبله نېولي دي.
دا د هغه څه د مخنیوي لپاره شوي چې په ایران کې غیرې اسلامي اعمال بلل کیږي .
د ایران دولتي رسنیو د دوشنبې په ورځ راپور ورکړچې دې خلکو د هېواد د راتلونکې لپاره د یوې پراخې کلتورې مبارزې په ترڅ کې د سرلوڅو ښځینه ماډلانو عکسونه خپاره کړي دي .
د ایران دولتي راډیو تلویزون ویلي، په دې عملیاتو کې د انسټاګرام د انلاین ټولنیزې شبکې یو شمېر کارونکي هدف ګرځول شوي دي .
انسټاګرام چې فیسبوک یې مالکیت لري تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې .
د ایران د دولتي تلویزون په تصویرونو کې د ودونو د لباسونو مشهوره موډله الهام عرب وښوده چې د تهران د څارنوال جعفري دولت ابادي او څو نورو کسانو په وړاندې یې په یو تالار کې خبرې کولې او خپل زیړ ويښته یې په تور څادر پټ کړي و .