ملګري ملتونه وايي، د ۲۰۱۶ میلادي کال د پیل راهیسې، د جګړو له کبله هره ورځ د زرو په شاوخوا کې افغانان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د بیړنیو مرستو د تنظیم د ادارې د عامه اړیکو مسولې ستاڅي وینسټون ( Stacey Winston) ازادي راډیو ته وویل، د روان ۲۰۱۶میلادي کال پهلومړېو څلورو میاشتو کېیو سلو اتلس زره افغانان د نا امنیو له کبله له خپلو کورنو کډه شوي دي:
"دا ډېره د اندېښنې وړ ده چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په لومړېو څلورو میاشتو کې موږ په ټول افغانستان کې تر یو سلو اتلس زرو زیات کورني بې ځایه شوي کډوالو سره مخ یوو."
کندوز او بغلان هغه دوه ولایتونه دي چې د مېرمن وینسټون په وینا د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو شمېر په کې تر بل هر ځای زیات دی، ورپسې نوموړې د ارزګان او هلمند ولایتونه یاد کړل.
ملګري ملتونو د کورنیو بې ځایه شویو کډوالو په اړه په خپل یو تازه راپور کې دا هم ویلي چې د بشري مرستو رسونکې ادارې په ځینو سیمو کې د روانو جګړو له امله بې ځایه شویو کورنیو ته د مرستو په رسولو کې له ستونزو سره مخ دي .