په کابل کې د جنبش روشنایي د زرګونه غړو مظاهره د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره پای ته ورسیده.
مظاهره چیانو په خپل پریکړه لیک کې ګواښ کړی، که یې غوښتنې ونه منل شي خپلو مظاهرو ته به دوام ورکړي.
د پریکړه لیک یوه برخه د مظاهرې د یوه تنظیمونکي او د ولسي جرګې د غړي اسدالله سعادتي له خوا داسې ولوستل شوه.
"له حکومته غواړو چې د ثور د میاشتې د یوولسمې نېټې د ملي ګټو ضدې پرېکړې چې د برېښنا د ماسټر پلان د بدلون په اړه وه ډېر ژر باطله اعلان کړي."
مظاهره کوونکي له پولیسو سره هم لاس او ګریوان شوي او د ازادي راډیو د ویډیو ژورنالېست په ګډون یې یو شمېر خبریالان هم وهلي او کمرې یې ورته ماتې کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دغې مظاهرې لپاره کلک امنیتي تدابیر نیول شوي و او د ښار د مرکزي سیمو ټول سړکونه بند شوي وو.
بل لورته تېره ورځ ولسمشرمحمد اشرف غني د معترضو د یو شمېر استازو په ګډون یوه کمېسیون ته دنده ورکړه چې د دغې پروژې اسناد وڅیړي او په دې اړه تر لسو ورځو پورې ارګ ته راپور وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په پروان او تېره ورځ په لوګر، پکتیا او یو شمېر نورو ولایتونو کې هم مظاهرې شوي خو د دغو ولایتونو مظاهره چیان د سالنګ له لارې د ترکمنستان د برېښنا د پروژې عملي کول غواړي.