د سارک غړو هېوادونو دوه ورځنی ورکشاپ نن کابل کې پیل شو

د جنوبي اسیا د سیمه ییزو همکاریو د سازمان یا سارک غړو هېوادونو دوه ورځنی ورکشاپ نن په کابل کې پيل شو.

د افغانستان د اوبو او نرژۍ وزارت مرستیال امان الله غالب د ورکشاپ د پرانستلو غونډه کې وویل چې له دا ډول ورکشاپونو څخه یې هدف د سازمان د غړیو هېوادونو ترمنځ د تجربو شریکول دي.

هغه زیاته کړه چې په دې ورکشاپ کې له افغان لوري سره د تجدید وړ انرژۍ په اړه خبرې کېږي.

بل لورته د سارک سازمان د انرژۍ پروګرام مسوول اختر نواز ډاډ ورکړ چې د انرژۍ په برخه کې به له افغان حکومت سره خپلې تجربې شریکې کړي.