د افغانستان دفاع وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په بېلابېلو عملیاتو کې ۳۸ وسله وال مخالفین او د ملي اردو شپږ سرتیري وژل شوي دي.
له دغه وزارت څخه نن په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات په ننګرهار، کونړ، پکتیا، میدان وردګ، کندهار، ارزګان، زابل، فراه، هرات، غور، بلخ، جوزجان، تخار، بغلان، کندز او هلمند ولایتونو کې شوي دي.
اعلامیه زیاتوي چې د یادو عملیاتو په ترڅ کې ۵۴ وسله وال مخالفان ټپیان شوي هم دي.
تر اوسه وسله والو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ویلي.