د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP په پام کې لري چې د بریښنايي کوپون د ویشلو له لارې په هرات کې له څه باندې اوه زره بې ځایه شوېو اړو کورنیو سره مرسته وکړي.
په هرات کې د خوړو د نړیوال پروګرام مسوولان وايي چې په دې مرستو کې هرې کورنۍ ته د خوړو د ځانګړو بستې ورکول کیږي. په هرات کې د WFP یوه مسوول سیدعبدالقادر عاصمي وویل:
"د خوړو نړیوال پروګرام WFP په پام کې لري چې په هرات کې د بې وزلو کورنیو لپاره د دوو میاشتو په مخه الکټرونیکي کوپونونه جوړ کړي."
ښاغلي عاصمي زیاته کړه چې د اړو کورنیو د معلومولو په مقصد یې کار پیل کړی دی.
له بلې خوا د هرات والي محمداصف رحیمي پرون ژمنه وکړه چې د اړو کورنیو په موندلو کې به له WFP سره مرسته وکړي.
WFP وايي چې له اوه زره بې ځایه شوېو کورنیو سره به مرسته وکړي په داسې حال کې چې ویل کیږي اوس مهال له غور، فراه او بادغیس ولایتونو څخه شاوخوا شپیته زره بې ځایه شوې کورنۍ په هرات کې استوګن دي.