ټاکل شوې چې د حکومت اجراییه رییس نن د چین له صدراعظم لي کیقیانګ او سبا د دې هېواد له ولسمشر شي جین پینګ سره په کتنو کې د افغانستان د سولې د هڅو په اړه خبرې وکړي.
د اجراییه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د خبرو مسئله له چینايي مشرانو سره د عبدالله عبدالله د لیدنو کتنو د اجنډا یوه مهمه برخه ده:
"په دې ارتباط به هم بحثونه وي خو دا چې مشخصاً په کومه برخه به یې بحث وشي تراوسه کامل وضاحت نشته، خو په ټوله کې د افغانستان د سولې موضوع او د امنیت بهتري به په دې ملاقانونو کې مطرح شي."
د حکومت اجراییه رییس د چین له صدراعظم او ولسمشر سره له کتنو مخکې په یوه ټلویزیوني مرکه کې وویل، که څه هم د سولې دروازې به د هغو وسله والو مخالفینو پرمخ چې له تشدده لاس اخلي پرانیستې وي خو هغه کسان به د افغانستان دښمنان وبلل شي چې له وسله والو تروریستانو سره همکاري کوي.