د یمن په مکلا ښار کې انتحاري حملې ۲۵ تنه وژلي

د يمن په مکلا ښار کې د داعش سخت دريځې ډلې په يوه انتحاري حمله کې لږ تر لږه ۲۵ کسان وژل شوي دي.

په قربانيانو کې ډېری داسي کسان دي چې د استخدامېدو لپاره د پوليسو د حوزې مخې ته ولاړ وو.

داعش په خپله انترنیټی ويب پاڼه اعماق کې ويلي چې حمله کوونکي شهادت غوښته.

مخکې تر دې چې القاعده شبکه د متحده عرب اماراتو په ملاتړ د حکومتي ځواکونو په عملیاتو کې پر شا وتمبول شوه، دغه ښار تر ډېره وخته د القاعده شبکې د سخت دريځو مرکز وو.

د دوی سيالو جنګياليو په يمن کې د داعش په څانګه کې د يمن د کورنۍ جګړې پر ټولو لوريو د ځانمرګو بريدونو لړۍ پيل کړې ده.

د امريکا پوځ تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په عرب ټاپووزمه کې د القاعده شبکې پر ضد يې په يمن کې لږ شمېر پوځيان ګومارلي دي.