بغداد کې د ګازو پر یوه شرکت حمله کې ۱۱ تنه وژل شوي

د اسلامي دولت سخت دريځو د بغداد په شمال کې د پخلي د ګازو پر يوه دولتي شرکت حمله کړې ده او يوولس کسان يې وژلي دي.

د عراقي چارواکو په وينا، تر شل زیات نور کسان په دغه پېښه کي ټپيان شوي دي.

دغه حمله نن سهار هغه وخت پيل شوه چې د دغه شرکت په دروازه کې ځانمرګي بريدکوونکي د يوه موټر په واسطه چاودنه وکړه.

دغه شرکت د بغداد له شماله شل کيلو متره ليري دی، د ځانمرګو بريدکوونکو يوه ډله او جنګيالي دغه شرکت ته ننوتل او امنيتي ځواکونو سره يې نښته رامنځته شوه.

د بغداد د عملياتي قومندې يوه وياند ويلي، تر دې مخکې چې امنيتي ځواکونه وضعیت تر کنترول لاندي راولي، په دغه ځای کې د شرکت درو د ګازو زېرمو ته اور واچول شو.

اعماق خبري اژانس چې د داعش ملاتړ کوي، وايي د دې ډلې جنګيالي په دغه حمله کې لاس لري.

داعش د عراق په شمال او لويديځ کې د موصل ښار په ګډون لويې سيمې تر خپل کنټرول لاندي لري.

داعش په عراق او سوريه کې پر هغو سيمو د اسلامي خلافت اعلان کړی دی چې د دوی تر کنترول لاندي دي او په دې وروستیو کې يې د جګړې تر لومړۍ کرښې حملې زياتې کړي دي.

په بغداد کې په تيرو څو ورځو کې په بمي حملو کې تر سلو کسانو زيات وژل شوي دي.