مینه پال: له حزب اسلامي سره په زیاتو مواردو توافق شوی

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې په خبرو کې په زیاتو مواردو توافق شوی دی.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند دواخان مینه پال نن ازادي راډیو ته وویل چې د سولې په دې خبرو کې جزي مسایل پاتې دي چې خبرې پرې وشي:

"له حکمتیار صیب سره په ډېرو مواردو توافق شوی دی، ډېر جزي مسایل پاتې دي، د افغانستان د حکومت غوښتنه دا ده چې هر هغه غوښتنه چې د قانون سره په ټکر کې نه وي هغه به منل کېږي او د قانون څخه لوړه غوښتنه د هیڅ چا لپاره د منلو وړ نه ده."

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د سولې له بهیر سره د حکمتیار یو ځای کېدل به نورو وسله وال مخالفان هم سولې ته وهڅوي.

تر دې دمخه د افغانستان له حکومت سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په خبرو کې هیله حرګنده کړې وه ولسمشر محمد اشرف غني نن د دواړو خواوو د موافقې وروستۍ بڼه لاسلیک کړي.