ګیلاني: د توتاپ کار باید د اختلافاتو تر هواري پورې ودرېږي

د افغانستان د جهادي ګوندونو شورا وايي حکومت او په بامیانو کې د توتاپ د پروژې د پلې کېدلو پلویان باید د یادې ستونزې د اواري لپاره یو د بل په وړاندې له نرمښت څخه کار واخلي.

د دغې شورا ویاند سید حامد ګیلاني نن خبریالانو ته وویل چې حکومت باید په دې برخه کې د ستونزو تر اواري پورې د توتاپ پروژې کار ودروي.

دغه شورا خبرداری ورکوي که چېرې دواړه خواووې سره سلا نشي نو په هېواد کې به یو ناورین رامځته شي.

توتاپ هغه پروژه ده چې د ترکمنستان برېښنا له ازبکستان، تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته انتقالوي.

تر دې دمخه افغان حکومت ویلي و چې د فیشنر په نوم یو جرمني شرکت د سالنګ لار د دغه پروژې د پلې کولو لپاره لنډه او کم لګښته ګڼلې ده.

خو اوس د بامیان ولایت اوسیدونکي او له دغې لارې د یادې پروژې پلویان د حکومت له دې پرېکړې سره په مخالفت کې دي.