د امریکا د بهرنیو چارو وزیر سعودي عربستان ته تللی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري سعودي عربستان ته تللی چې د ليبيا، سوريې او يمن جګړو د پای ته رسولو هڅې وکړي.

جان کري به د يوې اوونۍ په اوږدو کې د سعودي عربستان تر څنګ يو شمېر نورو هېوادونو ته هم ولاړ شي.

ټاکل شوې ده کري به د سعودي عربستان د پاچا، شهزاده، د شهزاده مرستيال او د بهرنیو چارو له وزیر سره په جده کې وګوري.

دی نن وروسته ويانا ته سفر کوي او د ايټاليا د بهرنیو چارو له وزير پاولو سره به د ليبيا په اړه د خبرو ګډه مشري وکړي او بیا به د خپلو سوري او روسي سيالانو سره هم وګوري.

کري به وروسته بروکسل ته سفر وکړي او د ناټو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې به ګډون وکړي او له هغه وروسته به اسیا ته ولاړ شي او په ويتنام کې به له بارک اوباما سره وګوري.