اوکراینۍ سندرغاړې د ایرو وېژن سندرو سیالي وګټله

اوکراینۍ سندرغاړې جماله د ایرو وېژن سندرو سیالي وګټله.

دوه دېرش کلنه جماله چې د کریمیا اوسېدونکې او په خټه تاتاره ده، تېره شپه د ایرو وېژن د یو شپېتمې سیالۍ ګټونکې اعلان شوه.

ورپسې مقام اسټرالیايي او روسي سندرغاړو وګاټه.

په دې سیالۍ کې چې د سویډن په پلازمېنه ستوکهلم کې وشوه، ۲۶ سندرې چې وروستي پړاو ته رسېدلې وې، خپرې شوې او اټکل کېږي چې په اروپا، استرالیا، نیوزیلنډ، چین، امریکا او نورو هېوادونو کې شاوخوا ۲۰۰ ملیون تنو ولیدې.

جماله د جایزې د ترلاسه کولو په مهال وویل چې هر ځای سوله او مینه غواړي.

د اوکراین ولسمشر پیترو پوروشینکو د جماله حیرانوونکې اجرا او بری وستایه.