په بنګله دېش کې په تېرو دوو ورځو کې تالندې څه د پاسه پنځوس کسان وژلي دي.
د سیمه اییزو رسنیو د راپورونو له مخې وژل شوي کسان زیاتره کروندګر دي چې په خپلو فصلونو او پټیو کې د کار پر مهال پرې تندر لوېدلی دی.
په دې طبیعي پېښو کې یو شمېر کسان ټپیان شوی هم دي.
د بنګله دېش د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې د ادارې مشر محمد ریاض احمد ویلي دوی د تالندې په نتیجه کې بې ساري مرګ ژوبلې اندېښمن کړي دي.
یو شمېر کارپوهان په دې نظر دي چې د تودوخي د درجې لوړوالۍ او د موبایل ټلیفونونو زیات استعمال د دې طبیعي پېښو د زیاتوالي سبب دی.