د افغانستان ولسي جرګې په لندن کې د هغو معترضینو کړنې وغندلې چې د ولسمشر محمد اشرف غني په وړاندې یې ناوړه الفاظ وکارول او د غونډې د ګډوډولو هڅه یې کوله.
دغې جرګې نن په یوه اعلامیه کې دا اقدامات یو غیر اخلاقي، غیرسیاسي او غیر مدني حرکتونه یاد کړل او د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د غونډې مختل کېدل یې ټول افغان ولس ته بې احترامي وبلله.
دوه ورځې وړاندې د لندن د یوې تحقیقاتې موسسې د کنفرانسونو په سالون کې یو تن افغان د ولسمشر غني د وینا د اخلالولو هڅه وکړه چې وروسته یې د ولسمشر له یاور سره فزیکي شخړه هم وکړه.
همدارنګه ولسي جرګې د بریتانا د صدراعظم ډیویډ کامرون هغه څرګندونې چې افغانستان یې د فساد حکومت بللی و، له سیاسي او ډیپلوماټو اړیکو خلاف عمل یاد کړ.