د بغلان امنیتي چارواکي وايي چې د طالبانو د دوو قوماندانو په ګډون ۹ وسله وال مخالفین وژلي او ۱۲ نور یې ټپیان کړي دي.
د بغلان امنیه قوماندان محمد عوض نذیري نن په یوه خبري غونډه کې وویل دغو وسله والو ته مرګ ژوبله په مرکزي بغلان ولسوالۍ او د مرکز اړوند سرخ کوتل په سیمه کې هغه مهال واوښتله چې په امنیتي پوستو یې حملې وکړې.
ښاغلي نذیري زیاتوي په جګړه کې دوه افغان سرتېري هم ټپيان شوي دي او د سرخ کوتل په سیمه کې یې دوه امنیتي پوستې وسله والو ته پریښې.
وسله والو طالبانو بیا ادعا کوي چې د ملي اردو دوه مرکزونه یې نیولي دي او سرتېرو ته یې درنه مرګ وژبله اړولې.