روانو عملیاتو کې د ملکیانو ژوند ته ځانګړې پاملرنه کېږي

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې د شفق په نوم په روانو پوځي عملیاتو کې د ملکي وګړو ژوند ته ځانګړی پام کېږي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش نن ازادي راډيو ته وویل چې دامهال د افغانستان په ۱۳ ولایتونو کې ۱۹ پوځي عملیات روان دي:

"په همدې هدف زموږ عملیات په ډېر احتیاط سره مخ کې ځي، زیات پام کوو چې د خلکو ژوند خوندي کړو، له نېکه مرغه زموږ د عملیاتو په لړ کې د ملکي خلکو ژوند ساتل شوی."

ښاغلي رادمنش زیاته کړه چې د شفق عملیات بریالي په مخ روان دي او د طالبانو عمري عملیات یې له ماتې سره مخ کړي دي.

افغان حکومت په داسې حال کې په پوځي عملیاتو کې د ملکي خلکو د ساتنې ډاډ ورکوي چې له دې وړاندې د بشري حقونو نړیوالو بنسټونو تل د افغانستان په جګړې کې په ښکېلو غاړو انتقادونه کړي چې په جګړه کې د ملکیانو ژوند ته پام نه کوي.