ولسمشر غني د لندن تر کنفرانس وروسته نن هېواد ته راستون شو

افغان ولسمشسر په لندن کې د فساد پر وړاندې د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې له ګډون وروسته نن بېرته هېواد ته راستون شو.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې ښاغلي غني له فساد سره د مبارزې د څرنګوالي سربېره د هغه هېواد د دفاع له وزیر مایکل فالون سره د سیمې او افغانستان د امنیت په اړه هم خبرې کړي دي.

افغان ولسمشر د بریتانیا له دفاع وزیر سره د پوځي همکاریوی په ځانګړې توګه د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ظرفیتونو په لوړولو او محاربوي امکاناتو په زیاتوالي هم خبرې کړي دي.

ولسمشر غني د فساد په وړاندې د مبارزې په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره دوه ورځې وړاندې بریتانیا ته تللی و.

بل لورته اجرائیه ریاست وایي چې عبدالله عبدالله به سبا په یوه رسمي سفر چین ته روان شي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډيو ته وویل چې نوموړی به په دې سفر کې له چیني چارواکو سره په دوه اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې پر بهیر خبرې وکړي.