د پیسو نړیوال صندوق IMF وویل چې افغانستان ته به د نویو پورونو پر ورکړه خبرې وکړي، تر څو د دې هېواد له اقتصاد سره مرسته وکړي.
وروسته تر دې چې د پیسو نړیوال صندوق د جمعې په ورځ د افغانستان د اقتصادي وضعیت څېړنه بشپړه کړه، ویې ویل چې د افغانستان د بودیجې او مالي سکتور په برخو کې د حکومت له رامنځته کړیو اصلاحاتو خوښ دی.
ای ایم ایف وویل، د سختو شرایطو سربېره افغان چارواکو د اصلاحاتو پروګرام په بریالیتوب پلی کړی دی.
خو د پیسو نړیوال صندوق وویل چې په افغانستان کې د شخړو د دوام او له دغه هېواده د ناټو د محاربو ځواکونو له وتلو سره اقتصادي حالت ډېر سخت دی.
ای ایم ایف تمه لري چې روان کال به د افغانستان اقتصاد دوه فیصده د دې سربېره وده وکړي چې د مرستندیانو مرسته کمه شوې ده او پرته له څه شکه دا تر تېرکال چټکه وده ده.