له حزب اسلامي سره سوله به نورې ډلې هم سولې ته وهڅوي

د سولې عالي شورا وايي د ګلبدين حکمتيار تر مشرۍ لاندې له حزب اسلامي ډلې سره د سولې هڅې به نورې دولت-ضد وسله والې ډلې هم روغې جوړې ته وهڅوي.

د سولې عالي شورا ويلي چې ښايي د يکشنبې په ورځ د افغان حکومت او حزب اسلامي ترمنځ د سولې مذاکرې نهايي شي.

صالح محمد صالح د سولې عالي شورا له غړي شهزاده شاهد نه د مرکې په پيل کې پوښتنه کړې چې څومره ممکنه ده، له حزب اسلامي سره د سولې مذاکرې تر يکشنبې په واقعي معنى نهايي شي؟

Your browser doesn’t support HTML5

له شهزاده شاهد سره مرکه