عظیمي: د اوبو د۲۹ بندونو د جوړېدو تدارکاتي چارې پیل شوي

د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکي وایي چې په هېواد کې د اوبو د۲۹ بندونو د جوړېدو تدارکاتي چارې پیل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند عبدالبصیرعظیمي نن د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، وزارت دې ته ژمن دی چې د دغو بندونو تدارکاتي چارې په شفافیت سره ترسره کړي.

ښاغلي عظیمي زیاته کړه:

"د اوبو او بریښنا وزارت هڅه کوي چې په ۲۹ولایتونو کې د اوبو د ۲۹بندونو تدارکاتي چارې سږکال پای ته ورسوي اوس مهال د اوبو د بندونو تدارکاتي چارې روانې دي او وزارت به په شفافیت سره دغه چارې ترسره کړي."

ښاغلي عظیمي وویل، دوی هڅه کوي چې خصوصي کمپنۍ هم دې ته وهڅوي چي د اوبو پر بندونو پانګونه وکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د معلوماتوله مخې د دغو بندونو په جوړېدو سره به د کرنې په سکتورکې مثبت او د پام وړ بدلون راشي او ډېره برخه انرژي به په کوردننه تولید شي.