د امریکا سمندري ځواک د ۱۰سرتېرو قومندان يې له وظیفي وویست

د امریکا سمندري ځواک وايي، د هغو لسو سرتېرو قومندان يې له وظیفي وویست چې څه موده وړاندې په خلیج کې د ایران اوبو ته له داخلېدو وروسته د ایراني ځواکونو له خوا د لنډې مودې لپاره نیول شوي وو.

د متحده ایالاتو سمندري پوځ وايي، اریک راسچ نور د اعتماد وړ نه دی.

د امریکا لس سمندري سرتیري په تیره جنوری میاشت وروسته تر هغې د ۱۵ ساعتونو لپاره د ایرانیانو له خوا توقیف شول چې کښتۍ يې د ایران سمندري پولو ته داخله شوه.

ایرا د دغو سرتېرو د نیول کېدو تصویرونه چې پر ګونډو وو او لاسونه يې ترشا نیولي وو خپاره کړل چې دې کار د واشنګټن او تهران ترمنځ اړیکې نورې هم بحراني کړي.