د ایران له ستر مذهبي مشر څخه د احمد منتظري غوښتنه

یوه پيژندل شوي ایراني ملااحمد منتظري د دې هېواد پر ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنه يي ږغ کړی چې په پارلمان کې د اصلاح غوښتونکو د یوې وکیلې مینو خالقي د لانجې د حل لپاره مداخله وکړي.

رپوټونه وايي، پر انټرنټ د داسې عکسونو له خپرېدو سره چې دا وکیله له پړوني پرته په کې لیدل کیده، هغې ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې په پارلمان کې پر خپله څوکۍ کښیني.

احمد منتظري په هغه پرانیستي لیک کې چې د ستر مذهبي مشرته یې استولی، د مینوخالقي په اړه د شورای نګهبان داسې پریکړه غیرقانوني بللې ده.

منتظري ویلي، د شورایې نګهبان پریکړه د ایران ټول ولس او د اصفهان خلکو ته چې مینو خالقي یې وکیله ده، سپکاوی دی.

د ایران د پارلمان له۲۹۰ څوکیو یوازې۱۸ ښځو نیولې دي.

مینوخالقي د فبرورۍ په میاشت کې د اصفهان په هغه سیمه کې رایې وګټلې چې منتظري په کې میشت دی.