په تاجکستان کې سختو بارانونو سیلونه بهولي

په تاجکستان کې سختو بارانونو سیلونه بهولي دي، کورونه یې وران کړي دي او په سلګونو کسان مجبوره شوي دي چې خپل کورونه پریږدي.

د تاجکستان د بیړنیو چارو د کمېټې ویاند عارف ناظم اوف وویل، تېره شپه مرکز دوشنبې ته نژدې په یو شمېر کلیو کې تر زرو ډیر کورونه زیانمن شوي دي.

ناظم اوف زیاته کړه چې له دې سیمې په سلګونو کسان ایستل شوي دي.

د سیلونو او د مځکې د ښوېیدو راپورونه د تاجکستان له ځینو نورو سیمو هم ورکړل شوي دي.

د اونۍ په پیل کې تاجک چارواکو د مځکې د ښویدو له امله د دریو کسانو د مړینې خبر هم تایید کړ.