د کاسا زر د اجرایي رییس په ګډون په تاجکستان کې پرانیستل شوه

د افغان حکومت اجراییه ریاست وایي چې د کاسا زر یا له منځنۍ اسیا - جنوبي اسیا ته د بریښنا د لیږد پروژه نن د اجرایي رییس ډاکټرعبدالله عبدالله په ګډون په تاجکستان کې پرانیستل شوه.

د اجرایه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل چې دا پروژې د افغانستان، پاکستان، قرغیزستان او پاکستان د مشرانو په حضور کې پرانیستل شوه چې د افغانستان لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده.

"د کاسا زر د برېښنا د لیږد پروژه نن رسماً پرانیستل شوه. د دې پروژې په پرانیست غونډه کې له افغانستانه د هېواد اجراییه رییس د افغان پلاوي مشري کوي. د تاجکستان جمهور رییس د پاکستان لومړی وزیر او د قرغزستان لومړی وزیر په دې پروژه کې ګډون کړی دی."

د کاسا زر پروژه یو اعشاریه اولس میلیارده ډالره لګښت لري چې په کال کې به لسګونه میلیونه ډالره افغانستان ته ګټه ورسوي.

دا پروژه د افغانستان له ۲۳ ولسوالیو او شپږو مرکزي او ختیځو ولایتونو څخه تیریږي او د یادو سیمو اوسیدونکو ته به برېښنا هم ورسیږي.