تمه ده چې نن به امریکا په رسمي ډول په اروپا کې د توغندیدو د دفاعي سیستم د نصب اعلان د دې سربیره وکړي چې روسیې مخکې تر مخکې امریکا ته په دې اړه خبرداری ورکړی دی.
د امریکا او ناټو چارواکي به نن په رومانیا کې د دغو توغندیو لومړۍ مځکنۍ دستګاه پرانیزي.
واشنګټن له اوږدې مودې راهیسې ټینګار کوي چې دا سیسټم د ایران د بالسټیک توغندیدو د دفع کولو لپاره ضروري دی.
روسیه ویریږي چې له دې سیسټمه به د مسکو پرضد استفاده وشي او د سیمې ستراتیژیک توازن به ورسره خراب شي.
امریکا به د ورته بل مرکز د جوړېدو د کار د پیل پرانیستنه د مې په دیارلسمه په پولنډ کې وکړي چې تر ۲۰۱۸ کال پورې به پشپړ شي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا سیستم د ۱۹۸۷ کال د اټمي تړون مخالف دی.